Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

     حضرت جابر رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه فرمائي چه نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو لوښي په مينځ كښے خوړلي شوي هډوكي راجمع كړل او په هغے ئے خپل لاس مبارك كيښودلو او لږ كلام ئے اولوستلو چه ما وانه اوريدلو، اوس مو چه د كومے چيلئ غوښه خوړلي وه هغه چيلئ ناڅاپه غوږونه اوڅنډل او راپاڅيدله، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: خپله چيلئ بوځه! ما چيلئ د خپلے بي بي خوا ته راوستله. هغے (په حيرانئ) اووئيل: دا څه دي؟ ما اووئيل: وَالله! دا زمونږه هُم هغه چيلئ ده كومه چه مونږه حلاله كړي وه. د مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دُعا الله پاك دا راژوندئ كړه! دا ئے چه واوريدل نو د هغوئي بي بي بے اختياره اووئيل: زه ګواهي وركووم چه بے شكه هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د الله پاك رسول دے. (الخصائصُ الکبرٰی، ۲/ ۱۱۲)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے عاشقانِ رسول! د دے واقعے نه مونږ ته ډير درسونه حاصليږي، اول خو په دے خبره باندے غور اوكړئ چه كه زمونږ سره طعام كم وي او طعام خوړلو والا زيات شي نو د طعام د مقدار زياتولو نه علاوه راسره بل حل نه وي، تقريبا څلور كلو وړه او يوه چيلئ كه ډيره څربه وي نو هُم په مشكله به د پَنځوسو يا شپيتؤ كسانو د خوراك  كار اوكړي. خو د نبئ رحمت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بركت دومره طعام د صحابه كرامو ټول لښكر ته هُم اورسيدو بلكه څومره ئے چه پوخ كړے وو هغه همره پاتے هُم شو او چه د چيلئ په هډوكو ئے كلام اولوستلو نو هغه هُم ژوندئ شوه، دا حكايت د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د ډيرو كمالاتو مجموعه ده. د دے نه معلومه شوه چه حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مالِكِ كَونَين (يعني د الله په وركړه د دواړو جهانو مالك) دے، د كائنات