Book Name:Taqat-e-Mustafa
تحريك دعوتِ اسلامي د عشقِ رسول او محبتِ رسول جذبه وركوي. تاسو هم دے ماحول كښې شامل شئ او د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. اَمِيرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د مدني كارونو د پاره هره ورځ كم از كم د دوه ګينټو وركولو ترغيب فرمائيلے دے، يقيناً څوك چه څومره زيات وخت وركړي ، د هغه د پاره به د ثواب ګټلو موقعے هم هغه همره زياتے شي. اِنْ شَاۤءَ اللہ
ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے يو د هرے ورځے مدني كار ”جُمات درس“ هم دے. ٭ ”جُمات درس“ سره جماتونه آباديږي، ٭ ”جُمات درس“ سره د انفرادي كوشش كولو موقع نصيب كيږي. ٭ ”جُمات درس“ سره د لمُونځ ګُزارو په شمير كښے اضافه كيږي. ٭ د ”جُمات درس“ په بركت د نيكئ او خير خبرے پخپله او نورو ته د زده كولو موقع نصيب كيږي. د خير ښيګړے خبرے زده كول او نورو ته د زده كولو ډيرے فائدے دي. چنانچه
منقول دي چه الله تعالٰى حضرت سَيِّدُنا موسٰى كليمُ الله عَـلَـيْهِ السَّلَام ته وحي اوفرمائيله چه: ”د خىر [يعني د نيكئ] خبرے پخپله هم زده كوه او نورو ته ئے هم زده كوه، زه به د خىر [يعني د نيكئ د خبرو] د زده كوونكو او د ښودونكو قبرونه روښانه كووم چه هغوئي ته د هيڅ قِسمه ويره نه وي.“ (حِلْيةُ الاولِياء ج٦ ص ٥ رقم ٧٦٢٢) د بيان شوي روايت نه معلومه شوه چه ښو ښو نيتونو سره د سنتو ډك بيان كولو يا درس وركولو او اوريدلو والا ډير خوش قِسمته دي. اِنْ شَآءَاللّٰہ تعالٰى د هغوئي په قبرونه كښې به دننه رنړاګانے وي او