Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

د هغه شا په زمكه اولګوله. هغه بيا سل چيلئ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وركړے. بيا ئے په دريم ځل حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د كُشتئ چيلينج اوكړو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه چيلنج قبول كړو او داسے په زوره ئے زمكے ته راويشتلو چه هغه په زمكه ورا برا پريوتو. هغه باقي سل چيلئ هم د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خدمت كښے پيش كړے. خو اوئے وئيل چه اے محمد (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ! ټول عرب ګواه دے چه د نن ورځے پورے يو پهلوان هُم په ما نه دے غالب شوے، خو تاسو چه څنګه درے ځله په كُشتئ كښے څملولم په دے باندے زما زړه اومنله چه يقيناً تاسو د خدائے نبـي ئے، بيا ئے فوراً كلمه اولوستله او مسلمان شو، حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه په مسلمان كيدلو ډير زيات خوشحاله شو او هغه ته ئے هغه درے سوه چيلئ بيرته وركړے. (زرقانی علی المواہب،الفصل الثانی فیما اکرمہ الله ...الخ ،۶/۱۰۳)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دے روايت نه معلوميږي چه حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل نُبُوَّت په نظر ليدلي وو چه كه يزيد بِن رُكانه سره داسے سُلوك اوكړے شي نو هغه به ايمان راوړي، ځكه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه سره مقابله اوكړه او وروسته ئے ټولے چيلئ په تُحفه كښې بيرته وركړے او د هُم دے حُسنِ سُلُوك په وجه هغه اسلام قبول كړو. بهرحال هغه د تربِيَّت زمانه وه او د جوارئ د حرام كيدو نه مخكښې واقعه ده ځكه د دے نه مونږه [د شرط لګولو] دليل نه شو نيولے، مونږه به په هر صورت كښې د هغه كار  نه ځان ساتو كوم چه شريعت منع كړے دے.