Book Name:Taqat-e-Mustafa
مينځ كښے مَحبَّت كوونكي چه كله ملاقات اوكړي او مُصافَحه اوكړي (يعني لاس مِلاو كړي) او نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) باندے دُرُودِ پاك اوليږي نو د هغوئي د جُدا كيدو نه مخكښے د دواړو تير شوي او راروان ګُناهونه اُوبخښلے شي. (مسند ابی یعلی، ۳/۹۵،حدیث:۲۹۵۱)
کعبے کےبدر الدُّجیٰ تم پہ کروڑوں دُرُود طیبہ کے شمسُ الضُّحٰی تم پہ کروڑوں دُرُود
(حدائقِ بخشش،ص۲۶۴)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. ٭ چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښے ] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په