Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

په ذریعه د دین اسلام پیغام عام كولو كښې مصروفِ عمل دے، په دے شُعبو كښې يوه شعبه ”ائمۀ مساجد“ هم ده. په دے كښې شك نشته چه څوك د جماتونو آبادولو د پاره د ائمۀ [يعني اِمامانو] او مؤذنانو د مقررولو كار كوي او د هغوئي د خيرخواهي د پاره مناسب تنخواګانے هم مقرروي، د پاره د دے چه دا اسلامي ورونړه د مالي پريشانئ نه آزاد وي او ډير ډير د نيكئ دعوت عام كړي. د جماتونو په آبادولو كښې د ائمه او مؤذنانو اهم كردار وي.  د دعوتِ اسلامي ماحول كښې شامِل ائمه كرام د سحر لمَانځه د پاره د مسلمانانو رابيدارولو او د انفرادي كوشش په ذريعه د جَمعے [يعني امامتئ سره] د لمَانځه كولو ترغيب وركوي، درسِ فيضانِ سُنَّت، د سحر د لمَانځه نه پس د تفسيرِ قرآن په حلقه كښې شريك كيږي او د سُنَّتو د تربيت د پاره د عاشقانِ رسول په قافلو كښې د سفر كولو او نور خلق هُم ځان سره قافلو كښې د بوتللو په ذريعه جماتونه آباد ساتي. فرمان مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: څوك چه جمات سره مينه ساتي، الله تعالٰى هغه سره محبت كوي. (مُعْجَمُ اَ وْسَط، ۴/۴۰۰،حدیث: ۶۳۸۳)

     حضرتِ عَلَّامه عبدُ الرَّءُوف مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دے حديثِ پاك په شرح كښې ليكي: جمات سره مينه، د الله د رضا د پاره په هغے كښې اعتكاف كول، لمُونځ، ذِكرُ الله او [په هغے كښې] شرعي مسائل زده كول او نورو ته زده كولو د پاره د كښيناستلو عادت جوړول دي. او د الله پاك د هغه بنده سره محبت كول داسے دي چه الله پاك هغه ته د خپل رحمت په سوري كښې ځائے وركوي او هغه په خپل حفاظت كښې داخلوي.  (فیض القدیر،  ۶/۱۱۲، تحت الحدیث:۸۵۲۴)