Book Name:Taqat-e-Mustafa
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
شپږ فرامِينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ٭ عمامے سره دوه رکعاته لـمُونځ د عمامے نه بغير د اويا (٧٠) رکعاتو نه افضل [يعني غوره] دې. (الفِردوس بمأ ثور الخطاب ج2 ص265 حديث3233) ٭ په ټوپئ باندې عِمامه زمونږه او د مُشرِکينو په مينځ کښ فرق دے، هر لړ چه مسلمان ئې د خپل سر نه تاوهي په هغے به د قيامت په ورځ يو نور ورکولے شي. (الجامِعُ الصَّغيرلِلسُّيُّوطى ص353 حديث5725) ٭ بيشکه الله تعالٰى او د هغه فرِښتے درود ليږي د جمعے په ورځ عِمامه والؤ باندې. (الفِردوس بماثورالخطاب ج1 ص147 حديث529) ٭ عِمامے سره لـمُونځ د لسو زرو نيکو برابر دے. (ايضاً ج 2 ص 406 حديث 3805 فَتاویٰ رَضَوِيّه مُخرَّجه ج 6 ص 213) ٭ عمامے سره يوه جمعه د بغير عمامے اوياؤ (70) جمعو برابره ده. (اِبنِ عساکرج37 ص355) ٭ عمامے د عربو تاجونه دي، نو عمامه اوتړه ستا وقار [يعني عزّت] به زياتيږي او څوك چه عمامه اوتړي د هغه د پاره په هر لړ باندې يوه نيکي ده. (جمع الجموامع للسيوطى، ج٥، ص٢٠٢، حديث١٤٥٣٦) ٭ د دعوتِ اِسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د 1197 صفحو کتاب بهارِشريعت جلد3 صفحه 660 کښې دي: عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه [پرتوګ وغيره] په ناسته اغوندئ، که چا د دې خلاف اوکړه (يعني عِمامه ئې په