Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

ناسته اوتړله او پاجامه [يا پرتوګ وغيره] ئې په ولاړه واغوستو) نو هغه به په داسې مرض کښې اخته شي چه د هغے عِلاج نشته. ٭ عِمامه تړلو نه مخکښې لږ صبر اوکړئ او ښه ښه نيتونه اوکړئ، ګنې که يو هم ښه نيّت نه وو نو ثواب به نه كيږي، لهذا کم از کم دا نِيَّت اوکړئ چه د الله تعالٰى د رضا د پاره د سُنَّت ادا كولو د پاره عِمامه تړم ٭ مناسب دا دي چه د عِمامے وړومبے لړ د سر ښي طرف ته تاؤ شي. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22 ص199) ٭ د خوږ نَبِـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکې عمامے شمله به عام طور د مبارکې ملا طرف ته وه او کله کله به ښي طرف ته، کله به د دواړو اوګو د مينځه دوه شملے وے. ګڅ طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي. (اَشِعَّةُ اللَّمعات ج 3 ص582) ٭ د عمامے د شملے اوګږدوالے کم از کم څلور ګوتې او ٭ زيات نه زيات (د نيمې ملا پورې يعني تقريبا) يو لاس. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22 ص182) مينځنئ ګوتې د سر نه واخله څنګلې پورې ناپ ته يو لاس وائي) ٭ عمامه مخ په قبله په ولاړه ولاړه تړئ. (کشفُ الاِلتِباس في اِستِحبابِ اللِّباس ص38) ٭ په عمامه کښې سُنَّت دا دي چه د دوه نيمو ګزو نه کمه نه وي، او د شپږو ګزو نه زياته نه وي، او دا د ګُنبد په شان [يعني داسې] اوتړلے شي [چه مينځ ئې بره اوتے وي] (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22ص186) ٭ رومال که غټ وي او دومره لړونه تاؤ شي چه سر پټ کړي نو دا عِمامه شوه او ٭ وړوکے رومال چه د هغے نه يو دوه لړه جوړ شي د دې تاوهل مکروه دي. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه مُخرَّجه ج7ص299) ٭ كه [څوك] عِمامه سپړي او بيا ئې تړل غواړي نو چه څنګه تړلـي شوي ده هم هغسې دِ ئې [يو يو لړ] سپړي، په يو ځل دِ ئې زمكې له نه را اچوي. (عالمګيري ج5ص330) ٭ که ضرورتاً ئې لرې