Book Name:Taqat-e-Mustafa
ځائے به صبر كووم. ٭ صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندے جواب وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښے كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د رَبِيعُ الْاَوَّل د مباركے مياشتے بركتونه جاري دي، هر طرف ته د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترانے دي. عاشقانِ رسول د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تعتونو خپل زړونه او دماغ مُعَطَّر [يعني خوشبوداره] كوي، ٭ يو ځائے كښے د هغوئى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت ذِكر دے نو بل ځائے كښے د هغوئى د كمالاتو خبرے دي، ٭ يو ځائے كښے د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان و عَظَمت بيان دے نو بل ځائے كښے د هغوئي د مبارك صورت ذِكرِ خير دے، ٭ يو ځائے كښے د عبادتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے نو بل ځائے كښے د سِيادَتِ مصطفٰى بيان دے، ٭ يو ځائے كښے د شفاعتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تذكرے دي نو بل ځائے كښے د هغوئي د عنايتونو چرچے دي، ٭ يو ځائے كښے د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عظمتونو بيان دے نو بل ځائے كښے د هغوئي د رِفعتونو ذِكر دے، ٭ يو ځائے كښے د طاقتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے نو بل ځائے كښے د شُجاعتِ مصطفٰى بيان دے، ٭ يو ځائے كښے د نګاهِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرے دي نو بل ځائے كښے د عطائے