Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

نه مختلفه نه وه يعني دا ځل هُم هغه په يو ساعت كښے شكست اوخوړلو. رُكانه ډير حيران شو. د هغه په وهم او ګمان كښے هم نه وو چه د هغه په شان غټ او مضبوط پهلوان به دا حشر كيږي. خو بيا هُم هغه شكست منلو ته تيار نه وو. په دريم ځل ئے بيا د كُشتئ درخواست اوكړو او حُضُور صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قبول كړو. په دريم ځل هم هغه د حُضُور صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د طاقت مقابَله اونكړے شوه او په زمكه راپريوتو او شكست ئے اوخوړو. بيا هغه اُووئيل چه: دا هر څه [چه اوشو دا] تاسو نه دي كړي بلكه ستاسو غالب او قادر معبود الله اوكړل او زما خدايانو زه رُسوا كړم. (دلائل النبوۃ للاصبہانی، الفصل التاسع عشر ، ذکر خبر رکانۃ، ۲/ ۲۳۵ماخوذاً) یو روایت كښې دا هُم دي چه رُكانه پهلوان وئيلي وو چه كه تاسو (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) زه را اوپرزولم نو زه به مسلمان شم، چنانچه رُكانه مسلمان شو، يعني په هُم هغه ساعت ئې اسلام قبول كړو او د يو روايت مطابق هغوئي د فتحِ مكه په ورځ اسلام قبول كړے وو.  (شرح الزرقانی علی المواہب،الفصل الثانی فیما اکرمہ اللہ...الخ، ۶/۱۰۲) 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! سُبْحٰنَ الله ! تاسو اوليدل چه زمونږه خوږ آقا مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  څومره طاقتور او د اعلٰى اخلاقو مالك وو چه مخامخ كس د جګړے كولو خبره او د كُشتئ چيلنج كوي، ترخے خبرے كوي، دهمكيانے وركوي، خو قربان شم د حُسنِ اخلاق د پيكر، محبوبِ اكبر صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلقِ عظيم نه چه د سختو خبرو جواب كښے ئے د حِلم او بُردبارئ او صبر و استقامت او نرمئ نه كار واخستلو. او دا د سركارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادتِ كريمه وو چه د بد اخلاقئ