Taqat-e-Mustafa

Book Name:Taqat-e-Mustafa

سُلوك كولو والا، رټلو، وهلو، دباوونه كولو ولا، بد بد كتلو والا يا د هر قِسم  بد اخلاقئ كولو والؤ سره به ئے هم د مينے او محبت سلوك كولو، او د بد اخلاقئ سُلوك كولو والؤ بدله به ئے هم په حُسنِ سُلوك وركوله، په دے وجه به هغوئي د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقان جوړ شو. اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِديقه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْها فرمائي چه رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله تعالٰى په لار كښے جهاد كولو نه علاوه هيڅ كله كوم يو څيز، [يا] زنانه [يعني خپلے بيبيانے] يا خادم په خپلو لاسو مباركو نه دے وهلے، او نه ئے د تكليف رسَوَلو والا نه بدله اخستي ده. البته چا به چه د الله پاك حُدود ماتول نو هغوئي ته ئے د الله پاك د پاره سزا وركړي ده.           ( مسلم،کتاب الفضائل،باب مباعدتہٖ للآثام۔۔۔ الخ، ص۹۷۸، حدیث:۶۰۵۰)    

د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هُم دے كريمانه اخلاقو د بركتونو په وجه  ډيرو خلقو اسلام قبول كړو او د بے شميره خلقو په ژوند كښے داسے مَدَني انقلاب پيدا شو چه د اسلام رنړاګانو هر طرف ته د ګمراهئ تِيارے ختمے كړے او قتلونه او جګړے كوونكي د وِينو تږي خلق ئے محبت كښے ګرفتار شو.

دَورِ جہالت تھا ہر سُو جب کُفْر کی ظُلمت چھائی تھی

تم نے حیوانوں جیسے لوگوں کو بھی اِنسان کیا

(وسائلِ بخشش مرمّم،ص۱۹۶)

دَورِ جِهالت وو هر طرف ته وے د كُفر تِيارے

تاسـو د حــيوان په شـان خلـق هُم انسانان كړل

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد