Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

وحدانِيَّت اقرار دے نو اِستِقامت ئے نښه ده. اِيمان د ربِّ كريم د بندګئ نوم دے نو اِستِقامت د هغے حقيقي تعبير دے. اِيمان د مومن بنده شان دے نو اِستِقامت د مومِن وقار دے. لِـهذا مونږ ته پكار دي چه په هر نيك كار كښے د اِستِقامت حاصلولو كوشش اوكړو. راځئ چه د اِستِقامت تعريف واورو: چنانچه

د اِستِقامت تعريف

     علامه شريف جُرجاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ګناهونو نه بچ كيدلو او د نيكو اعمالو پابندي كولو ته اِستِقامت وائي.  (التعریفات للجرجانی،باب الالف،تحت اللفظ :الاستقامۃ، ص٢٠)

اِستِقامت د كرامت نه اوچت صِفَت دے

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د اِستِقامت تعريف او د دے د اَهَمِّيَّت په اوريدلو به زمونږ په زړونو كښے هم د اِستِقامت حاصلولو خواهش پيدا شوے وي، ځكه چه اِستِقامت يوه داسے درجه ده چه د هغے په ذريعه په مقصد كښے كاميابي حاصليږي، په كوم كار كښے چه اِستِقامت نه وي هغه كار هيڅ كله هُم تكميل ته نه رسيږي، اِستِقامت د نيكو حاصلولو بهترينه ذريعه ده، څوك چه په خپل كار كښے اِستِقامت نه اختياروي د هغه كوشش ضائع شي او هغه ته د خپل كوشش هغه برَخه نه نصيب كيږي د كومے چه هغه اُمِّيد او خواهش لري. څوك چه د اِستِقامت نه محرومه وي