Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai
هغه هيڅ كله هُم د خپل موجوده مقام نه مخ په ترقئ نه ځي. مشهور قول دے:
اَلْاِسْتِقَامَۃُ فَوْقَ الْکَرَامَۃِ يعني اِستِقامت د كرامت نه اوچت دے.
حضرت ابُو علي جَوز جاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اِستِقامت اختيار كړه، د كرامت طلبګار مه جوړيږه، ځكه چه ستا نفس د كرامت په طلب كښے دے او ستا رب ستا نه د اِستِقامت مطالبه كوي. (رسالۂ قشیریہ، باب الاستقامۃ، ص٢٤٠)
د اِستِقامت حاصلولو طريقے
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ډير اسلامي ورونړه دا ګيله كوي چه مونږه عمل شروع كړو خو په هغے كښے راته اِستِقامت نه حاصليږي. مَثَلًا يو كس د لمُونځو د پابندئ كولو اِستِقامت حاصلول غواړي خو يو څو ورځے پس بيا سست شي. څوك د قرآنِ كريم د تِلاوت كولو اِستِقامت حاصلول غواړي خو څه ورځے پس ئے پابندي كمزوري شي، راځئ چه د دے كارونو په كولو باندے د اِستِقامت حاصلولو طريقے واورو:
په هر نيك عمل باندے د اِستِقامت حاصلولو د پاره د ټولو نه وړومبے د اِستِقامت رښتينے نيَّت يعني په زړه كښے د اِستِقامت حاصلولو پخه ارداه كيدل