Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

ضروري دي، چه د اِستِقامت حاصلولو پوخ نِيَّت وي او د هغے د پاره بنده كوشش هُم كوي نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه د اِستِقامت دا عظيم دولت به حاصل كړي.

    (2) د الله په بارګاه كښے دُعا كول

      د الله پاك په بارګاه كښے بيا بيا په نيكو كارونو كښے د اِستِقامت حاصليدلو د پاره په ژړا او زارئ دُعا كول پكار دي چه، يا الله پاكه! ما ته د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر د نيكئ په كارونو كښے اِستِقامت رانصيب كړے. ياد ساتئ په حديثِ پاك كښے ئے دُعا ته د مُؤمِن وسله وئيلي ده، لِـهذا دا وسله استعمالوئ يعني د خپل ربّ تعالٰى نه د اِستِقامت سوال كوئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(3) درجه بندي

      د ټولو نه مخكښے هغه اعمال په اِستِقامت سره كول پكار دي كوم چه شريعت لازِم كړي دي، په فرضو، واجبو او سُنَّتو باندے عمل. د دے د پاره د فرض، واجب او سُنَّتِ مُؤَكَّدَه عِلم حاصلول هُم ضروري دي او د خپل نفس خلاف كوششونه او مُجاهِدات كول هُم ضروري دي. د دے نه علاوه د يو پيرِ كامِل مُريد جوړيدل پكار دي چه د هغوئي په بَرَكت د نيكئ په كارونو كښے اِستِقامت حاصل شي. ياد ساتئ! چه په چا باندے كوم عمل فرض او واجب شو، د هغه د پاره په هغے باندے اِستِقامت