Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

لازِم دے.

    (4) ميانه روي اختيار كړئ

      په هر مقصد كښے اِستِقامت حاصلولو د پاره ضروري ده چه بنده كوم عمل شروع كوي نو د هغے په اِبتِدا كښے دِ تادي نه كوي بلكه ميانه روي دِ اختيار كړي، بيا دِ په قلاره قلاره په هغے كښے اِضافه كوي، ځكه چه تادي كوونكے انسان ډير زر همَّت بيلي او د هغے په وجه ورته په هغه كار كښے اِستِقامت نه حاصليږي، لِـهذا كه مونږه په يو كار كښے اِستِقامت حاصلول غواړو نو په پكار ده چه په هغه كار كښے ميانه روي اختيار كړو، مَثَلًا كه يو اسلامي ورور دا غواړي چه هغه ته هره ورځ په تِلاوتِ قرآن باندے اِستِقامت حاصل شي نو هغه له پكار دي چه شروع كښے د يو دوه ركوع تلاوت كولو عادت جوړ كړي بيا چه كله په دے باندے اِستِقامت حاصل كړي نو يوه ركوع تلاوت دِ نور زيات كړي، هُم دغسے دِ كوي نو په قلاره قلاره به اِنْ شَــآءالـلّٰـه په تِلاوتِ قرآن باندے اِستِقامت حاصلولو كښے كامياب شي.

    ياد ساتئ چه دا تفصيل صرف د نفلي عبادت د پاره دے، او پاتے شو فرض او واجِب عبادتونه نو د هغے چه څنګه شرائط پوره شي نو فوراً اِستِقامت سره ادا كول لازم دي. مَثَلًا په چا لـمونځ فرض شي نو دا نه ده چه هغه د اِستِقامت حاصلولو د پاره اول د يو دوو لـمونځونو عادت جوړ كړي او بيا دِ ئے په قلاره قلاره زياتوي بلكه فوراً به پينځه