Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

وخته لـمونځونه ادا كوي. الله پاك دِ مونږ ته په نيكو كارونو كښے اِستِقامت رانصيب كړي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    (5) د بُزرګانو په سيرت عمل اوكړئ

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په نيكو اعمالو باندے د اِستِقامت حاصلولو په طريقو كښے يوه طريقه دا هُم ده چه د بُزرګانِ دين د سيرت مطالَعه اوكړے شي، مونږ اوريدلي دي چه صحابه كرام او بُزرګانِ دين به د هر قِسمه تكيلفونو او مصيبتونو تيرولو باوُجود هم په اِيمان باندے ثابت قدم اوسيدل، هغه مقَدَّسو هستيو ته د اسلام قبلولو په وجه قِسما قِسم تكليفونه وركړے شوي وو، كله به كُفّارو په كوړو وهل، كله به ئے څو څو ورځے اوږي تږي ساتل، كله به ئے په تَودو شګو څملولم او د پاسه به ئے پرے دروند كانړے كيښودو، كله به ئے ورته په ښپو كښے بيړئ واچولے، كله به ئے ورته په مرئ كښے پړے واچولو او راښكلو به ئے، كله به ئے په لتو وهل، كله به ئے دار ته اوخيژول، كله به ئے په سرو كړو تيلو كښے واچول، خو بيا به هُم د الله پاك هغه نيك بندګان په اِيمان او مَحبَّتِ رَسُول باندے ثابت قدمه اوسيدل.

د زخمونو سپينے نښے 

     راځئ چه په دين باندے د اِستِقامت يو د دَرد نه ډك داستان وارو: چنانچه منقُول