Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

دي چه يو ځل د حضرت خَبّاب رَضِیَ الله عَنْه په ملا باندے د اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْه نظر پريوتلو نو د هغوئي په ټوله ملا ئے د زخمونو سپينے سپينے نښے اوليدلے. حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْه ترينه تپوس اوكړو چه: اے خَبابه! ستا په ملا باندے دا د زخمونو نښے څنګه دي؟ نو هغوئي رَضِیَ الله عَنْه جواب وركړو چه: اے اَمِيرُ المُؤمِنين! تاسو د دے زخمونو نه څه خبر ئے؟ دا د هغه وخت خبره ده چه تاسو به په لاس كښے ښكاره توره نيولي وه او د حُضُور پُرنُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شهيد كولو پسے به ګرځيدلے. هٰغه وخت زما په زړه كښے د محبتِ رَسُول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شمع روښانه شوه او مسلمان شوم. هغه وخت كفارو زه په سرو كړو سكروټو باندے څملولم، زما د ملا نه دومره وازګه وِيلي شوه چه په هغے سكروټے مړے شوے او زه څو ګينټے بے هوشه پروت ووم، خو په ربِّ كريم مے دِ قَسم وي چه كله په هوش كښے راغلم نو د ټولو نه اوَّل مے د خُلے نه كلمه طيبه لَااِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللہِ اووتله. د اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْه په سترګو كښے اوښكے راغلے، اَو اوئے فرمائيل: اے خَبابه! قميص دِ اوچت كړه چه زه ستا د ملا دِيدار اوكړم. دا ملا څومره مباركه او مُقَدَّسه ده چه د محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وجه په اور سوزولي ده. (الطبقات لابن سعد،رقم۴۳،خباب بن الارت، ۳/۱۲۳ماخوذا)

     اے عاشقانِ صحابه! لږ سوچ اوكړئ! صحابه كرامو عَلَیهِمُ الرِّضوَان د اسلام د سربُلندئ د پاره څنګه څنګه قربانئ وركړي دي، قِسم قِسم تكليفونه ئے برداشت كړي دي،