Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

خو بيا هم د هغوئي په صبر و اِستِقامت كښے څه كمے نه وو راغلے، مونږ له هم پكار دي چه فُضُولو خبرو، فُضُولو كښيناستلو او نورو فُضُولو كارونو كښے خپل وخت د بربادولو او هسے بيكاره بهانے جوړولو په ځائے عملي طور د هغه الله والؤ په نقشِ قدم روان شو.

     خو غور اوكړئ چه ٭ چرے داسے خو نه ده چه مونږه په غيبت او چُغلئ كښے په اِستِقامت سره اخته يُو خو په خاموشئ اِستِقامت نه لرو،  ٭ چرے داسے خو نه ده چه مونږه په بد نِګاهئ كښے اِستِقامت سره اخته يُو خو په نظر ښكته ساتلو اِستِقامت نه لرو، ٭ چرے داسے خو نه ده چه د مسلمانانو زړونه ازارولو كښے اِستِقامت سره اخته يُو خو مسلمانانو سره حُسنِ سُلوك كولو كښے اِستِقامت نه لرو، ٭ چرے داسے خو نه ده چه ټوله شپه په هوټلو كښے او د دوستانو په ټولګو كښے بربادولو كښے اِستِقامت سره اخته يُو خو هفته واره اِجتِماع او مَدَني مُذاكره كښے د شركت كولو اِستِقامت نه لرو، ٭ چرے داسے خو نه ده چه په كنزلو او جنګ جګړو كولو كښے اِستِقامت سره اخته يُو خو مسلمانانو ته د نيكئ دعوت وركولو كښے اِستِقامت نه لرو،  ٭  چرے داسے خو نه ده چه مونږه په ډائجسټ او ناول لوستلو كښے په اِستِقامت سره اخته يُو خو د تِلاوتِ قرآن كولو اِستِقامت نه لرو، ، ٭ چرے داسے خو نه ده چه په فلمونو ډرامو كتلو او سندرو اوريدلو كښے خو اِستِقامت سره اخته يُو خو د دِيني كتابونو مُطالَعه كولو كښے اِستِقامت نه لرو، ٭ چرے داسے خو نه ده چه په سوشل