Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

مِيډيا [يعني نيټ كتلو اوريدلو] كښے خو اِستِقامت سره اخته يُو خو د دِين د كار د پاره د يو څو مِنَټو وركولو اِستِقامت نه لرو.

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! لږ فِكر اوكړئ او د دِين په كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولو كوشش اوكړئ ياد ساتئ! تاريخ ګواه دے چه كومو خلقو په نيكو اعمالو كولو كښے د اِستِقامت حاصلولو كوشش كړے دے نو الله پاك هغوئي ته داسے اوچت مقام او مرتبه عطا كړي ده چه څوك ډير لوئ مُفَسِّر جوړ شو، څوك ډير غټ مُحَدِّث جوړ شو، څوك ډير غټ مُبَلِّغ جوړ شو، څوك ډير غټ مُدَرِّس جوړ شو، چا ته د وخت د امام كيدلو منصب حاصل شو، چا ته د مُفتئ اِسلام جوړيدلو منصب حاصل شو، او تر قيامته پورے د راتلونكو په زړونو كښے به د هغوئي محبت بيدار اوسي، راځئ چه د الله والؤ د اِستِقامت يو څو مختصر واقعات واورو: چنانچه

     اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْه په تِلاوتِ قرآن باندے داسے اِستِقامت حاصل كړے وو چه مكمل قرآن به ئے په يو ركعت كښے لوستلو. (المستطرف،۱/۳۴)

     امام اعظم ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لږو خبرو كولو باندے داسے اِستِقامت حاصل كړے وو چه كله ئے د خپل دُښمن غِيبت هُم نه وو كړے. (تاریخ بغداد،الرقم۷۲۹۷،النعمان بن ثابت ابوحنیفۃ ، ۱۳/۳۶۱)

     غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نيكو اعمالو كولو داسے اِستِقامت حاصل كړے وو چه 40 كاله ئے د ماسخُتن په اوداسه د سحر لمُونځ ادا كړے وو. او چه كله به بے اودسه كيدلو