Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

نو په هغه ساعت به ئے اودس كولو او دوه ركعاته نفل به ئے ادا كول. (بہجة الاسرار،ذکرطریقه،ص۱۶۴)

      حضرتِ اَسوَد بِن يَزِيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ زر (1000) ركعاته نفل كول، او چه د ولاړيدو نه به عاجزه شو  نو په ناسته به ئے كول.

      حضرتِ كَهمَس بِن الحسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ زر (1000) ركعاته نفل كول او بيا به ئے خپل نفس ته وئيل: ا ے د بدو جرړے پاڅه! بيا چه كله هغوئي ضعيف شولو نو پينځه سوه (500) ركعاتو نه زيات به ئے نه شو كولے نو ژړل به ئے او فرمائيل به ئے چه: افسوس! زما عمل نيم پاتے شو.

      حضرت امام اَحمد بِن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به شَب بيداري كوله او [د الله پاك په بارګاه كښے به ئے] ژړا فرياد كولو، هره ورځ به ئے 300 ركعاته نفل كول، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پينځه حجونه كړي وو، درے حجونو ته پيدل تلے وو.

      حضرت ابُو قِلابه او حضرت عبدُ الـمالِك رَقّاشي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْهِما به روزانه 400 ركعاته نفل كول.

      حضرت بلال بِن سَـعْد بِن تمِيم اَشعَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ  1000 ركعاته نفل كول.

      حضرت ثابِت بِن اَسلم بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د پنځوس (50) كالو پورے كله د تَهَجُّد لـمونځ نه وو قضا شوے، ټوله شپه به ئے نفلونه كول او سحر كښے به ئے په ژړا ژړا دا دُعا كوله چه، اے الله كه ته كوم بنده ته په قَبْر كښے د لـمانځه كولو اجازت وركوے نو ما ته ضرور اجازت راكړے چه زه هُم خپل قَبْر كښے لـمونځ كووم. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ټوله شپه