Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai
د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: تاسو خپل مجلسونه په ما باندے دُرود شريف لوستلو باندے ښائسته كړئ، ځكه چه ستاسو په ما باندے دُرود شريف لوستل به په ورځ د قيامت ستاسو د پاره نُور وي. (جامع صغیر، ص۲۸۰، حدیث :۴۵۸۰)
پڑھتا رہوں کثرت سے دُرُود اُن پہ سَدا مَیں اور ذِکْر کا بھی شوق پئے غوث و رضا دے
(وسائلِ بخشش مُرَمَّم، ص۱۱۴)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ [يعني] د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
٭ ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرے پورے بيان واورئ ٭ پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ ٭ كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت