Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai
لـمونځ ادا كيدے شي. ٭ د ” صَدائے مدينه “ په بَرَكت د نيكئ دعوت وركولو ثواب هم ګټلے شي. ٭ د ”صَدائے مدينه “ په بَرَكت د دعوتِ اسلامي نيك نامي او تشهير كيږي. ٭ ”صَدائے مدينه “ لګوونكے مسلمانانو ته د حج او د خوږے مدينے ليدلو دُعا كوي، كه الله تعالٰى اوغواړي نو دا دُعاګانے به د ده په حَق كښے هم قبولي شي. ٭ صَدائے مدينه كښے د پيدل ګرځيدلو په بَرَكت صِحت هُم ښه كيږي.
د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول كښے مسلمانان د سحر لـمانځه ته راپاڅولو ته ” صَدائے مدينه “ لګول وائي او مسلمانان د سحر لـمانځه د پاره راويښول سُنَّتِ مُصطفٰے او سُنَّتِ داوٗدى (يعني د حضرت سَيِّدُنا داوٗد عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سُنَّت) او سُنَّتِ صَحابه دي، چنانچه
اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به چه د سحر لـمانځه له تشريف وړلو نو لـمانځه د پاره به ئے خلق راويښول او جُمات ته به ئے تشريف راوړلو. (طبقات کبریٰ، ذکر استخلاف عمر،۳/۲۶۳مفہوماً) راځئ چه د ترغيب دپاره د صَدائے مدينه لګولو يو مَدَني سپرلے واورو چنانچه
يو اسلامي ورور د عاشِقانِ رَسُول د مَدَني تَحرِيك دعوتِ اسلامي يوے قافلے سره يو ښار ته لاړو ، د سحر اذان نه پس هغه صَدائے مدينه لګوله چه ناڅاپه د يو كور نه يو ماډرن ځلمے هغه سره يو ځائے شو او هغه د سحر لـمونځ په جُمات كښے د جَمعے سره ادا