Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

كړو. روستو د هغه ځلمي پلار د قافلے عاشقانِ رَسُول سره ملاقات د پاره راغلو. او هغه مالدار هم وو، هغه راغلو او اوئے وئيل چه د صَدائے مدينه  په بَرَكت زما نافرمانه ماډرن بے لـمانځه ځوئ پينځه وخته لـمونځ كول شروع كړو. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د هغه ماډرن ځلمي پلار په هغه ښار كښے د  مَدَني مركز فيضانِ مدينه د پاره زمكه هم وركړه.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

لگا فَجْر میں بھائی گھر گھر پہ جاکر                                              ذرا دل لگا کر ’’صدائے مدینہ‘‘

(وسائلِ  بخشش مُرمَّم،ص۳۶۹)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د اِستِقامت په باره كښے بيان اوريدلو، څنګه چه زمونږه بُزرګانِ دِين په د الله په لار كښے د راتلونكو مصيبتونو او تكليفونو باوُجود د صبر او اِستِقامت مظاهره كوله دغه شان صحابياتو او نورو اسلامي زنانؤ هُم په دے لار كښے ډير تكليفونه برداشت كړي دي، د اسلام د پاره ئے خپل كورونه برباد كړي دي، د خپل پلار نيكه زمكه ئے پريښودي ده او د اسلام د پاره چرته لرے اوسيدو د پاره تلي دي خو بيا هم د هغوئي حوصلے نه دي كمزوري شوي. په هغوئى هر قِسمه ظلمونه شوي دي په تودو شګو او په سرو سكروټو باندے څملولے شوي دي، اوسپنے ئے ور اغوستي دي او بيا سُور لمَر ته اودرولے شي دي، د هغوئي بچي د هغوئي په مخكښے په دار خيژولے شوي دي خو بيا هم د هغوئي په