Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai
اِستِقامت كښے څه فرق نه دے راغلے! راځئ چه د ترغيب د پاره يوه واقعه اورو: چنانچه
د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رساله ”صحابيات اور دين كي خاطر قربانياں“ صفحه 2 كښے دي: چه كله به خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت سُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْها، د هغے ځوئ حضرت عمّار رَضِیَ الله عَنْه او خاوند حضرت ياسِر رَضِیَ الله عَنْه د مَكَّے مُكَرَّمے په سخت ګرم صحراء كښے په تكليفونو كښے ګير اوليدل نو فرمائيل به ئے: صَبْرًا یَا آلَ یَاسِرِ يعني اے آلِ ياسِر صبر كوئ! مَوْ عِدُکُمُ الْجَنَّۃُ ستاسو د پاره د جنَّت وعده ده. مكے والؤ او خاص طور د اسلام دُښمن ابوجهل به كوم ظلم وي چه په هغوئي به ئے نه وي كړے، صرف د دے خبرے نه اندازه اولګوئ چه هغے رَضِیَ الله عَنْها ته به ئے د اوسپنے زغره ور واغستله او په لمَر كښے به ئے اودروله. (الاصابه،رقم۱۱۳۴۲، سميه بنت خباط،۸ / ۲۰۹۔ اسد الغابه،رقم۷۰۱۴،سمیه ام عمار،۷/۱۶۷، ماخوذا)
اِستِقامت دِین پر مجھ کو عطا فرمائیے
یَارَسولَ اللہ برائے آلِ یاسِر یانبی!
(وسائلِ بخشش مُرَمَّم،ص۳۷۸)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! لږ تَصَوُّر اوكړئ! چه د عربو د لمَر تود والے او د هغے د پاسه د اوسپنے په لباس كښے به د حضرت سُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْها څه حال كيدلو، خو