Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

قربان شم! د اسلام د هغه وړومبئ شهيدے صحابيه د عظمت او اِستِقامت نه! د هغے رَضِیَ الله عَنْها په زړه كښے د الله او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت داسے كور كړے وو چه د دومره سختو تكليفونو باوُجود ئے اسلام پرے نه ښودو، بلكه په ډيره بهادرئ ئے د هغه مشكلو حالاتو مقابَله اوكړه، د هغے رَضِیَ الله عَنْها په دے صبر او اِستِقامت كښے زمونږ د پاره ډير زيات درس دے.

    خو افسوس! چه نن صبا مونږه د وړو وړو تكيفونو او پريشانو په وجه هِمَّت اُوبيلُو او په نيكو اعمالو كښے ثابت قدمي نه شو حاصلولے، كله په فرائضو واجباتو كښے سُستي كوو، كله مو كه د چا په وړه شان خبره زړه خفه شي نو د نيكئ د دعوت په شان عظيمه نيكي پريږدو، كله د خپلوانو او دوستانو د خبرو په وجه د تِلاوتِ قرآن عادت پريږدو، كله د كور د كسانو د خبرو په وجه هِمَّت اُوبَيلو او په سُنَّتو عمل كول پريږدو، الغرض په دے دَور كښے د دوستانو، د كور د كسانو او د نورو خپلوانو د خبرو په وجه زمونږه هِمَّت ختم شي، او مونږه نيك اعمال كول او په سُنَّتو عمل كول پريږدو. كاش! چه مونږ ته په نيكو اعمالو اِستِقامت حاصل شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د حضرتِ سُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْها په ايمان باندے د اِستِقامت واقعه واوريدله، كيدے شي چه زمونږه زړه كښے هُم په نيكو اعمالو باندے د اِستِقامت حاصلولو جذبه پيدا شوي وي، خو زمونږه حال دا دے چه يو څو ورځے