Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

نيك اعمال اوكړو بيا ئے پريږدو، يعني مونږ ته په نيكو اعمالو اِستِقامت نه حاصليږي، آخر هغه كوم څيزونه دي چه هغه په دے لار كښے ركاوټ جوړيږي. راځئ چه د هغه څيزونو په باره كښے واورو:

د اِستِقامت په لاره كښے ركاوټونه 

     ياد ساتئ! چه هسے خو په ايمان او عمل باندے د ثابت قدمه اوسيدو نه ركاوټ اچوونكي ډير څيزونه دي: مثلاً (1) د علمِ دين نه لرے والے. (2) جُمات ته د حاضريدو نه ډډه كول. (3) د ژبے حفاظت نه كول.  (4) د ګناهونو په ذريعه په خپل ځان ظُلم كول. (5) د بدمذهبو او فاسقانو او فاجرانو خلقو صحبت اختيارول. (6) د نفساني خواهشاتو د خوند اخستلو حرص لرل. (7) په مصيبتونو او آزمائشونو صبر نه كول. (8) د الله پاك د رحمت نه مايوسه كيدل. (9) اوږده اُميدونه ساتل. (10) او د اِستِقامت په لار كښے د ټولو نه لوئي ركاوټ دُنياوي محبت دے.  (تفسیر صراط الجنان ،پ۱۲،ہود،تحت الآیۃ:۱۱۲،۴/۵۰۶ بتغیر)

     ځكه چه كله انسان د دُنيا په مينه كښے اخته شي نو آخرت ترينه هير شي، د دُنيا په مَحبَّت كښے د اخته كيدو په وجه انسان د ګناهونو په دلدَل كښے مسلسل ډوبيږي، د دُنيا په مَحبَّت كښے د اخته كيدو په وجه انسان د خپل ربّ نافرمانئ كښے اخته كيږي، د دُنيا محبت د ټولو ګناهونو بنياد دے، راځئ چه په خپل زړه كښے د دُنيا نه بے رَغبتي زياتولو د پاره، نيكو اعمالو كښے د اِستِقامت جذبه زياتولو د پاره او په خپل