Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

زړه كښے د فِكرِ آخرت جذبه بيدارولو د پاره دوه فرامِين مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو او نصيحت او عبرت حاصل كړو، چنانچه

د دُنيا نه د بے رغبتئ فضائل

     خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائى: څوك چه هميشه د دُنيا په فِكر كښے اخته وي (او د دِين پراوه نه كوي) نو الله پاك به د هغه ټول كارونه پريشانه كړي او د هغه مُفلسي به هميشه د هغه مخے ته وي او هغه ته به دُنيا هغه همره ملاويږي څومره چه د هغه په تقدير كښے ليكلي شوي ده او د چا نِيَّت چه د آخرت طرف ته وي  نو الله كريم به د هغه د زړه ساتلو د پاره د هغه ټول كارونه سَم كړي او د هغه په زړه كښے به د دُنيا نه بے پراواهي واچوي او دُنيا به هغه له پخپله راځي. ( ابن ماجہ، کتاب الزہد، باب الہم بالدنیا، ۴/۴۲۴، حدیث: ۴۱۰۵)

     خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: چا چه خپلے دُنيا سره محبت اوكړو هغه خپل آخرت ته نقصان اورسوو او چا چه خپل آخرت سره محبت اوكړو هغه خپلے دُنيا ته نقصان اورسوو، پس تاسو فنا كيدونكي (دُنيا) باندے باقي پاتے كيدونكي (آخرت) ته ترجيح وركړئ. (مسند احمد،مسند الکوفیین، ۷/۱۶۵، حدیث: ۱۹۷۱۷)

د بيان شوي حديثِ پاك نه لاندے حكيمُ الامت مفتي احمد يارخان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دے فرمانِ عالي نه معلومه شوه چه د دُنيا او آخرت دواړو محبت په يو زړه كښے نه شي جمع كيدے، دُنيا د آخرت ضِد ده، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د اِيمان