Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai
كمتره درجه دا ده چه انسان دا اوپيژني چه دُنيا فاني ده او آخرت باقي پاتي كيدونكے دے، د دے نتيجه دا ده چه په دُنيا كښے اوسيدلو سره د آخرت تياري اوكړي، او په دُنيا كښے نه مشغوله كيږي. (مرآۃ المناجیح،۷/۱۸ملتقطا)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دُنيا د محبت نه ځان خلاصولو، د فِكرِ آخرت ذِهن جوړولو او په نيكو باندے د اِستِقامت حاصلولو د پاره ښه ماحول ډير ضروري دے. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د دعوتِ اسلامي مدني ماحول د نورو ډيرو ګناهونو نه بچ كولو سره سره د زړه نه د دُنيا محبت هُم اوباسي او په نيكو باندے د ثابت قدمه اوسيدو ذِهن وركوي، تاسو هم دے مدني تحریك دعوتِ اسلامی سره پوخ تړون اوكړئ. او د دعوتِ اسلامي هفته واره د سنتو ډكه اجتماع كښے د شريك كيدو عادت جوړ كړئ، د الله د رضا د پاره مَدَني قافلو كښے عاشقانِ رسول سره د سفر كولو عادت جوړ كړئ او د خپلو اعمالو د مُحاسبے د پاره مَدَني انعاماتو باندے عمل جاري ساتئ او خپل دُنيا او آخرت ښائسته كړئ.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په نقشِ قدم باندے