Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

د تللو، نيكئ كولو او د ګناهونو نه د بچ كيدلو د پاره د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ، د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا كښے د نيكئ دعوت خوروي. دعوتِ اسلامي  د 107 شعبو په ذريعه د ژوند مختلفو شعبو سره تعلق لرونكو مسلمانانو د اصلاح كوشش هُم كوي، په دے شعبو كښے يوه شعبه ”مجلس تراجم“هم ده چه هغه د اَمِیرِ اهلسنّت، حضرت ِ علّامہ مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   او د مکتبۃُ المدینہ د نورو كتابونو او رسالو په مختلفو ژبو كښے د ترجَمه كولو خدمت كوي چه اردو لوستونكو سره سره د دُنيا نورو ژبو والا كروړونه خلق هم د دے كتابونو بَرَكتونه حاصل كړي او د هغوئي هم دا مدني ذهن جوړ شي چه ما ته د خپل ځان او د ټولے دُنيا د خلقو د اصلاح كولو كوشش كول دي. اِنْ شَآءَاللہ

     په ډير كم وخت كښے د دے مجلس تحت د دُنيا په مختلفو ژبو كښے د اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د ډيرو تصانيفو او د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د نورو كتابونو او رسالو ترجَمه شوي ده. مونږ له هم پكار دي چه د دے كتابونو او رسالو پخپله هم مطالَعه اوكړو او نورو ته هم د دے ترغيب وركړو، د دے د تقسيمولو سلسله هم جاري ساتو او كه كيدے شي نو د نيكئ دعوت عام كولو په نِيَّت په تحفو كښے كتابونه او رسالے وركوو. الله پاك دِ د دعوتِ اسلامي هرے شعبے ته ډيره ترقي وركړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم