Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai
هُم اوكړئ.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! كاميابي یو داسے منزل دے چه د دے خواهش د هر انسان په زړه كښے وي، که دُنياوي مُعامَلات وي او كه د آخرت معامَلات وی، الغرض هر سړے پكښے كاميابيدل غواړي او صرف د كاميابئ حاصلولو سوچونه كوي، او هيڅ كله ناكامه کیدل نه غواړي. ياد ساتئ چه! په هر مقصد كښے د كاميابيدو د پاره اِستِقامت حاصلول ضروري دي، د نن په بيان كښے به مونږه دا اورو چه اِستِقامت څه ته وائي؟ د كاميابئ د پاره اِستِقامت ولے ضروري دے؟ د اِستِقامت حاصلولو فائدے، په قرآن كريم او احاديث طيبه كښے د اِستِقامت حاصلولو طريقے، د الله والؤ د اِستِقامت واقعات او د اِستِقامت په لاره كښے راتلونكي ركاوټونه، الله پاك دِ مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو او پوره تَوجُّه سره د اوريدلو توفیق كړي. آمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنْ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم
راځئ چه اول يوه واقعه واورو: چنانچه
صحابئ رسول حضرت عبدالله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه چه كله غير مسلمو روميانو قيد كړو او خپل بادشاه ته ئے پيش كړو، نو بادشاه ورته اووئيل چه ته د خپل دين نه واوړه، زه به تا خپله باشاهئ كښے شريك كړم او خپله لور به هُم ستا په نكاح كښے