Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

     قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د  312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

صَــلُّـوْا  عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!                                                                صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د راروانے هفته وارے اجتماع د بیان جھلکیانے

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اِنْ شَــآءالـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ د آئندہ هفته وارے د سُنّتو ډكے اجتماع  د بیان موضوع به وي ”د صفائي اهميت“ څه څيز د ډرائيور د مرګ سبب جوړ شو؟ د ګندګئ څه څه نقصانونه دي؟ او ګنده اوسيدونكے كس په كومو كومو څيزونو كښےاخته كيږي؟ د صفائي په باره كښے اسلام مونږ ته څه تعليم ارشاد فرمائيلے دے؟ په قرآن و حديث كښے د صفائي څه اهميت بيان شوے دے؟ د طعام نه مخكښے او وروسته د لاسونو او خُلے وينځلو څه بركتونه دي؟ وغيره ډير څه به پكښے بيانيږي.   

لِـهٰذا د الله تعالٰى د رضا د پاره راروان زيارت له هُم اجتماع كښے د حاضرئ نِيَّت اوكړئ او د انفرادی کوشش كولو او نور اسلامی ورونړه ځان سره د راوستلو نِيَّت هُم اوكړئ. لاس اوچت كړئ او په زوره اُووائے. اِنْ شَــآءالـلّٰـه

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد