Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

دركړم، حضرت عبدالله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه     جواب وركړو: كه ته ما ته خپله ټوله بادشاهي راكړے نو بيا به هُم زه د سترګے د رپ همره هُم د خپل دين نه وانه وړم، هغه غير مسلمه بادشاه اووئيل چه بيا به زه تا قتل كړم، حضرت عبدا لله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه جواب وركړو چه د دے تا ته اختيار دے، د باشاه په حكم غشي ويشتونكو د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په لاسونو، ښپو او بدن باندے غشي ورول شروع كړل او بيا بيا به ئے دوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته وئيل چه اوس هم خپل دين پريږده، خو په صبر او اِستقلال قائم حضرت عبدا لله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه به فرمائيل: هيڅ كله به هُم خپل دِين پريږ نه دم. آخر بادشاه حكم اوكړو چه دا د سُولي نه را كوز كړئ او د پيتلو په غټ ديګ كښے تيل واچوئ او په اور ئے كيږدئ، چه كله په ديګ كښے تيل سره شو نو بادشاه د يو مسلمان قيدي په باره كښے حكم اوكړو چه دا په سرو شوو تيلو كښے واچوئ. د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په مخكښے ئے هغه مسلمان قيدي په تيلو كښے واچولو، د هغه غوښه اوسوزيدله او هډوكي ئے په تيلو كښے اوځليدل. د هغے نه پس بادشاه بيا حضرت عبدُ الله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه ته اووئيل چه اوس زمونږ مذهب قبول كړه، ګني په دے ديګ كښے به تا هم واچوو اَو اُو به دِ سيزو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْه بيا هم خپل جوشِ ايماني ښكاره كړو اَو اوئے فرمائيل: زه به خپل دين هيڅ كله هُم پريږنه دم. بادشاه حكم اوكړو چه دے په دے تيلو كښے واچوئ، چنانچه

      چه كله هغوئي رَضِیَ الله عَنْه د اور په ديګ كښے اچولو د پاره راوړے شو، نو د هغوئي د