Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

سترګو نه اوښكے روانے وے. بادشاه چه دا اوليدل نو حكم ئے اوكړو چه دوئي زما خوا ته راولئ. كيدے شي چه د اور په ليدلو د ده خيالات بدل شوی وی او زما خبره اومني، خو د بادشاه دا سوچ او امید بےفائده اوختو. ځكه چه هغوئي رَضِیَ الله عَنْه اوفرمائيل چه زه د اور د ويرے نه نه ژاړم، بلكه زه خو په دے وجه ژاړم چه آه! زما صرف يوه ساه ده، چه زه ئے د الله په لاره كښے قربانووم، كاش! چه زما د بدن په هره هره حصه كښے يوه يوه ساه وے او هغه ټولے مے د الله په لار كښے قربان كړے وے.

( تفسیر ابن کثیر، پ۱۴، النحل،تحت الایة:۱۰۶، ۴/۵۲۱)

     اے عاشقانِ صحابه و اهلِبَيت! تاسو واوريدل چه حضرت عبد الله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه په ايمان باندے د ثابت قدمئ څومره زبردسته مظاهره اوكړله، لږ غور اوكړئ! چه د بنده په بدن باندے غشي وريږي، لاسونه، ښپے او بدن ئے زخمي زخمي شوے وي او د هغه په مخكښے بل سړے را اُونيسي او په سرو كړو تيلو كښے ئے ورواچوي نو ډير زيات دُنيوي طاقتور انسان هم ثابت قدمه نه شي پاتي كيدے، خو قربان شم د حضرت عبد الله بن حُذافه رَضِیَ الله عَنْه د اِستِقامت نه چه په هغے كښے لږ شان كمے هم رانغلو، نه د غيرمسلمو په دهمكيانو اويَريدلو، نه د قيد تكيلفونو د ايمان نه واړولے شو، په حق او صداقت باندے قائم دا صحابي د سختو سختو مصيبتونو نه بالكل اونه يريدلو، هغوئي د خدائے تعالٰى او رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره په صِدق مَحبَّت كولو ځكه ئے د دُنيا د آفتونو هيڅ پرواه اونكړله، او په دے لار كښے راتلونكے هر تكليف او مصيبت