Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

ئے په خوشحالئ خوشحالئ برداشت كړو، د دُنيا مال او د حُسن و جمال لالچ هم د هغوئي رَضِیَ الله عَنْه په ثابت قدمئ كښے څه كمے را نه وستو، تر دے چه د اسلام د پاره ئے د دُنياوي راحتونه په ځائے هر قِسم تكليف ته غاړه كيښودله او بادشاه ته ئے د عشق و محبت نه ډك داسے جواب وركړوچه ’’دا خو يوه ساه ده، چه زه ئے د الله په لاره كښے قربانووم، كاش! چه زما د بدن په هره هره حصه كښے يوه يوه ساه وے او هغه ټولے مے د الله په لار كښے قربان كړے وے.‘‘ او دا ئے چه واوريدل نو بادشاه هم حيران او پريشانه پاتے شو.

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ! تاسو واوريدل چه د الله هغه نيك پرهيزګار بندګان به په دِين باندے څومره اِستِقامت سره قائم اوسيدل، لِهٰذا مونږ له هم په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولو كوشش كول پكار دي، په كومو كښے چه د الله پاك او د هغه د رسولِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا وي، ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولولو كوشش پكار دے، په كومو كښے چه د دُنيا او آخرت خير وي، ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولولو كوشش پكار دے، چه هغے سره د دِين شان او عظمت اوچتيږي، ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولولو كوشش پكار دے، چه د هغے په ذريعه زمونږه دُنيا ته د راتلو مقصد حاصل شي، ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولولو كوشش پكار دے، چه په هغے كښے د ملك او قوم فائده وي، ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د