Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

اِستِقامت حاصلولولو كوشش پكار دے، چه هغه د سُنَّتو عامولو سبب جوړيږي. ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولولو كوشش پكار دے، چه بنده د نيكو طرف ته بوځي. ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چه هغه د مسلمانانو د ګناهونو نه د بچ كولو سبب جوړيږى، ٭ مونږ له په هغه كارونو كښے د اِستِقامت حاصلولولو كوشش پكار دے، چه هغے سره زمونږ ايمانونه مضبوط شي.

      ځكه چه اِستِقامت يو داسے صِفِت دے چه په حقيقت كښے هُم دا د كاميابئ راز دے، هُم دا اِستِقامت د ويرے او غم دواړو نه د خلاصئ وسيله ده، هُم دا اِستِقامت جَنَّت ته د بوتللو سبب دے، هُم دا اِستِقامت د ايمان بنياد دے، هُم دا اِستِقامت داسے دولت دے چه د دے په بركت په دُنيا كښے عِزَّت، بزرګي او په آخرت كښے كاميابي نصيب كيږي، دا اِستِقامت جَنَّت ته د داخليدو وسيله جوړيږي. چنانچه

     الله پاك په سيپاره 24 حٰـم اَلسَّجده آيت نمبر 30 كښے ارشاد فرمائي:

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ(۳۰)  ۲۴، حم السجدۃ:۳۰)                                                                                                           مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: بےشکه هغوئي چا چه اووئيل چه زمونږه ربّ اللہ دے بيا په هغے قائم پاتے شو په هغوئي ملائىكے نازليږي چه مه ويريږئ او مه غم كوئ او خوشحاله شئ په هغه جنّت د كوم به چه تاسو ته وعده دركولے شوه.