Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai

     په تفسير صِراطُ الْجِنان كښے دي: بے شكه هغه خلق چا چه د الله پاك د ربّ كيدو او د هغه د وَحدانِيَّت اقرار كړے وي او دا ئے وئيلي وي چه زمونږه ربّ صرف الله دے، بيا هغوئي په دے اقرار او د دے په تقاضو باندے ثابت قدمه پاتے شو، په هغوئي باندے د الله پاك د طرف نه فرښتے نازليږي او هغوئي ته دا زيرے وركوي چه تاسو په آخرت كښے پيښيدونكو حالاتو نه مه ويريږئ او د اهل و عيال [يعني بال بچو] وغيره نه مو چه څه وروستو پريښودي دي د هغوئي غم مه كوئ او په هغه جَنَّت باندے خوشحاله شئ د كوم چه تاسو سره په دُنيا كښے د الله پاك د رسولانو په مُقَدَّسه ژبه وعده شوي وه. (تفسیر صراط الجنان،پ۲۴،حم السجدہ،تحت الآیۃ:۳۰،۸/۶۳۱)

یا الٰہی کر ایسی عنایت                                                  دیدے ایمان پر اِستِقامت

تجھ سے عطار کی التجا ہے                                                                               یا خدا تجھ سے میری دعا ہے

(وسائل بخشش مرمم ،ص۱۳۹)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ! د بيان شوي آيتِ كريمه نه د اِستِقامت د فضيلت او اهميت اندازه كيدے شي، ځكه چه اِستِقامت لرونكو ايماندارو باندے د ربِّ كائنات فرښتے نازليږي، اِستِقامت لرونكے كس د ژوند په هره شُعبه كښے ترقي حاصلوي. اِستِقامت لرونكے كس هيڅ كله نه ناكامه كيږي. اِستِقامت لرونكے كس خپل ګران او خوښ څيزونه د قربانولو باوجود هُم وفادار اوسي. اِستِقامت