Book Name:Isteqmat Kamyabi Ka Raaz Hai
لرونكے كس د حالاتو په وجه نه په شا كيږي. اِستِقامت لرونكے كس د تكليفونو په طوفان كښے د ګيريدلو باوجود حوصله نه بيلي. لِـهذا پكار ده چه مونږه حق لاره اختيار كړو او په هغے باندے ثابت قدم اوسو، ځكه چه هُم دا په دواړو جهانو كښے د كاميابئ ذريعه ده. راځئ چه د اِستِقامت فِكر حاصلولو د پاره د دے په فضيلت باندے مُشتمل دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو: چنانچه
(١) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: ستاسو نه پس به د صبر زمانه راځي څوك چه په هغه زمانه كښے دين پورے مضبوط اونښلي هغه ته به په تاسو كښے د پَنځُوسو شهيدانو برابر اجر و ثواب حاصليږي.
(کنزالعمال،کتاب الفتن والاھواء،باب الفتن والہرج،جز۱۱،۶/۵۳،حدیث:۳۰۸۴۸ )
(٢) د حضرت سُفيان بن عبدُ الله رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چه ما د خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښے عرض اوكړو چه: ما ته د اسلام يوه داسے جامع خبره اوښائے چه بيا ما ته د بل چا نه د هغے په باره كښے د تپوس كولو ضرورت نه وي. نو حُضُور نبـىِّ كريم رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: قُل ْ آمَـنْـتُ بِـالـلّٰـہِ ثُـــمَّ اسْــتَـقِـمْ يعني اووايه چه ما په الله ايمان راوړو بيا په هغے ثابت قدم اوسه. ( مسلم، کتاب الایمان، باب جامع أوصاف الاسلام،ص۴۶، حدیث:۱۵۹)
اے عاشقانِ رَسُول! ”اِيمان “ او ” اِستِقامت “د يو حقيقت دوه مختلف تعبيرونه دي. ځكه چه اِيمان دعوٰى ده او اِستِقامت په هغے دليل دے. اِىمان د ربِّ كريم د