Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
پاك صِفَت ختم شي نو نور ډير ښه صِفتونه او ښه عادتونه ئے هم ختميږي. او داسے انسان خپل اَهَمِّيَّت هُم ختم كړي او د خلقو په نظر كښے سپك شي.
ياد ساتئ! چه په ځناوروو كښے هُم ډير صفتونه موجود وي خو شرم و حيا صرف د انسانانو صفت دے. نو شرم و حيا په انسان او ځناور كښے يو بُنيادي فرق دے. نو د چا نه چه شرم و حيا لاړه شي نو په هغه او ځناور كښے هيڅ فرق پاتے نه شو. هُم دا وجه ده چه زمونږه دِينِ اسلام د شرم و حيا ډير ترغيب وركړے دے.
د شرم و حيا په اَهَمِّيَّت باندے احاديثِ مبارَكه
راځئ چه د شرم و حيا د اَهَمِّيَّت متعلق يو څو احاديثِ مباركه واورو: چنانچه
خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: بے شكه حيا او ايمان يو بل سره لګيدلي دي، نو چه كله يو اوچت شي نو بل هُم اوچت كړے شي. ([1])
خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: بے شكه د هر دِين يو خُلق [يعني د ټولو نه ښه خَصلت] دے او د اسلام خُلق حيا ده. ([2])
خوږ مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: بے حيائي چه په كوم څيز كښے وي هغه عيب داره كړي او حيا چه په كوم څيز كښے وي هغه ښائسته كوي. ([3])