Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
نه هم زيات شرميږي. څوك ورته وائي: مړه! سړے جوړ شه! ښځه مه جوړيږه. او بعضې وائي: مړه دا خو هسے جينئ ده.
داسے خلق دِ د دے دوه حديثونو نه درس حاصل كړي چه: (١) رسُولِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: حيا صِرف خير راوړي. ([1])
د دے حديث نه معلومه شوه چه حيا څومره ډيره وي هغه همره به خير هُم ډير وي.
(٢) حضرت عمران بن حَصِين رَضِیَ الله عَنْه فرمائي چه: رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بے واده، پرده ناكے جينئ نه هم زيات حيادار وو. ([2])
اوس پخپله سوچ اوكړئ چه زمونږ خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله څومره حيادار وو، ځكه مونږ له پكار دي چه حيادار كس ته د پيغورونو وركولو په ځائے د هغه حوصله افزائي اوكړو. او په خپل كور كښے هم د شرم و حيا ماحول جوړولو كوشش اوكړو. ٭ كه مونږ دا غواړو چه زمونږ د كور كسان حيادار شي نو پكار ده چه وړومبے مونږه پخپله شرم و حيا اختيار كړو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ