Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

د كور كسان د فلمونو ډرامو او بے حيائي نه بچ شي نو پكار ده چه اوَّل مونږه پخپله د فلمونو او ډرامو او بدنګاهئ بائيكاټ اوكړو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ د كور كسان د غير مَـحرَم نه پرده اوكړي نو پكار ده چه اوَّل پخپله په دے عمل اوكړو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ د كور كسان د شرم و حيا خلاف جامے نه اغوندي نو پكار ده چه اوَّل مونږه پخپله د بے حيائي لباس اغوستل پريږدو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ په كور كښے د شرم و حيا خلاف خبرے نه كيږي نو پكار ده چه وړومبے مونږه پخپله د بے حيائې خبرے كول پريږدو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ د كور كسان خپل نظر ښكته ساتلو والا جوړ شي نو پكار ده چه وړومبے مونږه پخپله د نظر ښكته ساتلو عادت جوړ كړو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ د كور خلق د سندرو او سازونو غږَولو او اوريدلو نه بچ شي نو پكار ده چه اوَّل مونږه پخپله د سندرو او سازونو نه نفرت اوكړو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ د كور زنانه دِ په پاركونو، شاپنګ سينټرو او بازارونو كښے نه ګرځي نو پكار ده چه مونږ پخپله هم [فُضُول] داسے ځائيونو ته د تللو نه ځان ساتو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ د كور كسان په ادب سره خبرے كوي نو پكار ده چه اوَّل مونږه پخپله په دے عمل اوكړو. ٭ كه مونږه دا غواړو چه زمونږ د كور كسان د مخلوق نه هم شرم و حيا كوي او د الله پاك نه هم شرم و حيا كوي نو پكار ده چه اوَّل مونږه په ځان كښے دا صِفَت پيدا كړو. ځكه مونږ له پكار دي چه د داسے ماحول جوړلو كوشش اوكړو چه مونږ پخپله هُم او زمونږ د كور كسان هُم حيادار شي. اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي: د حيا په زياتيدو كښے د ماحول او تربيت ډير عمل دخل دے. حيادار ماحول ملاويدو سره حيا نوره زياتيږي