Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
شامل شئ او د خپلو مصروفياتو نه وخت اوباسئ او د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. اَميرِ اَهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ كم از كم دوه ګينټے د مدني كارونو د پاره د وركولو ترغيب فرمائيلے دے. يقيناً چه څوك څومره زيات وخت وركوي، هغه همره به د هغه د پاره د ثواب موقعے هم زياتے وي. اِنْ شَآءَ الله
ياد ساتئ! د ذيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښې يو مدني كار ”جُمات درس“ هم دے. ٭ ”جُمات درس“ سره جماتونه آباديږي. ٭ ”جُمات درس“ سره د انفرادي كوشش كولو موقع ملاويږي. ٭ ”جُمات درس“ سره د لمُونځ ګزارو شمير زياتيږي. ٭د ”جُمات درس“ په بركت د نيكئ د خبرو زده كولو او ښودلو موقع نصيب كيږى.
منقول دي چه الله پاك حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام ته وحي اوفرمائيله: د نيكئ خبرے پخپله هم زده كړه او نورو ته ئې هم ور زده كړه، زه به د نيكئ زده كولو او ښودلو والؤ قبرونه روښانه كووم چه هغوئي ته هيڅ قِسمه ويره نه وي. ([1]) د بيان شوي روايت نه معلومه شوه چه ښو ښو نيتونو سره د سنتو ډك بيان كولو يا درس وركولو او اوريدلو والؤ خو مزے شوے، اِنْ شَآءَ الله د هغوئي قبرونه به د دننه نه پړقيږي او هيڅ قِسمه ويره به نه محسوسوي. راځئ چه د ترغيب د پاره د ”جُمات درس“ يو مدني سپرلے واورو، چنانچه
يو اسلامي ورور ته لـمونځ كول هُم نه ورتلل، او نه اودس كول ورتلل، د غُسل كولو