Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

طريقه هُم ورته هم صحيح نه وه معلومه. د هغه په ژوند كښے د نيكو سپرلے داسے راغے چه يوه ورځ د هغوئي د محلے په جمات كښے يو اسلامي ورور د فيضانِ سُنَّت نه درس وركولو. اتفاقاً په هغه ورځ هغه هم جمات ته تلے وو، چه كله ئې د اسلامي ورور درس واوريدلو نو په زړه ئے ډير اثر اوشو، د هغے نه پس به هغه پابندئ سره جمات ته لمَانځه د پاره راتللو او په درس كښے به هُم شريك كيدلو، د جمات درس په بركت هغه د دعوتِ اسلامي هفته واره د سنتو ډكه اجتماع كښے شِركت اوكړو هلته ئې د سُنَّتو ډك بيان واوريدلو، بيا ذِكْرُ الله اوشو د هغے نه پس ژړوونكي دُعا اوشوه هغه داسے متاثره شو چه د هغے نه پس هغه پخپله پابندئ سره اجتماع كښے شركت كول شروع كړو او خپل دوستان به ئې هم اجتماع له بوتلل، دغه رنګ د هغه اسلامي ورور ورونړو، د كور ټولو كسانو او دوستانو هم د ګناهونو نه توبه اوكړه او مدني ماحول كښې شامل شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دے كښے شك نشته چه زمونږه معاشره كښې بے حيائي ډيره زياته شوي ده، او خلقو بے حيائې ته د فيشن نوم وركړے دے د ميډيا په ذريعه يو يو كور ته د بے حيائي پيغام رسيدلے دے، نن غيرمسلمه زمونږ شرم و حيا ختمولو پسے شوي دي. هم دا وجه ده چه نن د مسلمانانو په مُعاشره كښے بے حيائي عامه شوي ده. نن د سيل تفريح په مقاماتو كښے د بے حيائې نظارے عامے دي او دا ورځ په ورځ زياتيږي. نن د زنانؤ يو شمير دے چه د شرم و حيا حقيقي څادر ئې