Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

كور كښے پريښودے وي او په بازارونو كښے بے پرده ګرځي او بے حيائي عاموي، او هغه خلق چه په سترګو كښے ئے شرم و حيا نه وي هغوئي داسے زنانؤ ته په رټو رټو سترګو ګوري. هُم دغسے مخكښے خو به د فلمونو ډرامو د بے حيائې نظارے صرف په ټـي وي او سينما ګانو كښے ښودلے شوے، خو نن د موبائل سهولت د بے حيائې دا دروازه ډيره زياته فراخه كړي ده. نن داسے وخت راغلے دے چه غير نارينه او زنانه يو بل سره ډير آزادانه انداز كښې خبرے اترے كوي، نن نامَحرَمه نارينه د نامَحرَمه زنانه سره ملاقات كوي او يو بل سره لاس ملاووي او بے شرمئ سره يو بل ته خاندي او مُسكي كيږي، نن شرعي پرده د تير شوي وخت رواج ګنړلے كيږي دغسے [په يو دفتر، كور وغيره كښے بعضے وخت داسے صُورت جوړ شي چه په هغے كښے صرف يو غير نارينه او يوه زنانه پاتے شي حالانكه دا سخت حرام دي. [ځكه چه د ليور او ورندار په خپل مينځ كښې پرده ده، دغسے د تره ځوئ، د ماما ځوئ او د ترور د ځوئ نه هُم پرده ده، د خيني او اَوخي په خپل مينځ كښے پرده ده، د چاچي او د ليور د ځوئ او د مامي او د خاوند د خوريا په خپل مينځ كښے پرده ده او دغسے د ټولو نامَحرَمو  په خپل مينځ كښې د يو بل نه شرعي پرده كول فرض دي. د چا او چا د يو بل نه پرده ده، د دے د پاره د اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا، ابُو بِلال محمّد اِلياس عطّار قادِري، رَضَوي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه رِساله ”زخمي سانپ اولوَلئ، د دے رسالے په پښتو كښې هُم د ”زخمي مار“ په نوم ترجَمه شي ده، او دا تاسو د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه طلب كولو سره سره د دعوتِ اسلامي په ويب سائټ  www.dawateislami.net باندے هُم لوستلے او Download كولے شئ.]. نن مسلمانه زنانه ميك اَپ اوكړي ښكلے جامے واغوندي او په دے