Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
اور ته د نيولو جُراٴت كوي.
څوك چه د شريعت د اَحكامو پرواه نه كوي، په ورځ د قيامت هغوئي په غټو غټو مصيبتونو كښے اخته كيدے شي.
غير مَحرَم سره د تنهائي مُمَانَعَت
زمونږه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څوك چه په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري هغه دِ هيڅ كله د داسے غير مَحرَمه زنانه سره خلوت [يعني تنهائي، يعني يواځے كيدل] نه اختياروي چه د هغے سره د هغے مَحرم نه وي ځكه چه په داسے صورت كښے د هغوئي په مينځ كښے دريم شيطان وي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په ځان كښے د حيا پيدا كولو يوه طريقه دا هم ده چه مونږه د بزرګانو د شرم و حيا واقعات واورو او په هغے د عمل جذبه پيدا كړو.
زمونږ د بُزرګانو شرم و حيا څنګه وه، راځئ چه د هغے يو څو واقعات واورو:
د حضرت عثمان رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ شرم و حيا
چنانچه حضرت حسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اَمِيرُ المُؤمِـنِين حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْه د شرم و حيا په باره كښے فرمائي چه هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به دومره زياته حيا كوله چه كه په يوه