Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen

زنانه نظر پريوتلو او زړه ئے د هغے طرف ته مائل شو خو فوراً شرمنده شولو او توبه ئے اوكړه او د الله پاك په بارګاه كښے ئې داسے دُعا اوكړه: ”اے پروردګار! سترګے اګرچه ډير لوئي نعمت دے، خو زه نوره خطره محسوسووم چه چرے دا زما د هلاكت سبب جوړے نه شي، او زه د دے په وجه په عذاب كښے اخته نه شم، اے زما مالكه! ته زما د سترګو بينائي واخلے، چنانچه د هغوئي دُعا قبوله شوه او نابينا شو.“ ([1])

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د الله پاك د ولي حضرت يونس بن يوسف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا انداز، دومره اعلٰى سوچ، دا بس د هغوئي حِصَّه وه.

       بهر حال مونږ له خپلے سترګے د هر هٰغه كار نه بچ كول پكار دي چه هغه د شرم و حيا خلاف وي. خاص طور كه په استقباليه ناسته زنانه د بدنګاهئ دعوت وركوي يا په لاره كښے چرته مخے له درشي نو د خپل نظر حفاظت كوئ داسے زنانه ته په بد نِيَّت كتل د انسان نه، بلكه د شيطان كار دے. د حضرت عبدُالله بن مسعود رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چه خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ”زنانه ټوله عورت (يعني د پټولو څيز) دے، چه كله كومه يوه زنانه بهر ته اُوځي نو شيطان په هغے پسے بيا بيا سر راښكاره كوي او ورته  ګوري.“ ([2])  او په يو بل حديث كښے دا هم نقل كړے شوي دي: څوك چه په شهوت (يعني ګنده خوند) باندے د يوے نا مَحرَمه زنانه ښائست او ښكلا


 

 



[1] عیون الحکایات،الحکایۃ السابعۃ والاربعون بعد المائۃ،۱۶۵ملخصا

[2]  ترمذی،کتاب الرضاع، باب:۱۸، ۲ /۳۹۲، حدیث:۱۱۷۶