Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
ته اوګوري، د قيامت په ورځ به د هغه په سترګو كښے ويلي كړے شوي سيكه اچولے كيږي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د خپلو اسلافو د شرم و حيا واقعات اوريدل، راځئ چه يوه بله واقعه واورو:
د حضرت عُمر بِن عبدُالعزيز حيا
د يو بُزرك بيان دے چه حضرت عُمر بن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په ډير احتياط خبرے كولے، يو ځل د هغوئي په تَرخ كښے دانه را اوختله، مونږه د هغے په باره كښے د هغوئي تپوس له ورغلو چه څه وائي؟ مونږ ترينه تپوس اوكړو چه په كوم ځائے [مو دانه] راختلي وه؟ هغوئي اُوفرمائيل: د مټ په دننه حصه كښے. ([2])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په دے روايت كښے زمونږ د پاره د عبرت ډير مدني ګلونه دي: ٭ د حضرت عُمر بن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شرم و حيا داسے وه چه هغوئي به د تَرخ د نُوم اخستلو نه هُم حيا كوله. او نن صبا ډير خلق دي چه په خبرو خبرو كښے ډيرے بے حيا او ګنده جُملے استعمالوي او هيڅ احساس هُم نه لري. ٭ د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارك دے: اَلْجَنَّةُ حَرَامٌ عَلٰى كُلِّ فَاحِشٍ أَنْ يَّدْخُلَهَا [يعني] هر فحش خبرے