Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
كولو والؤ باندے جنت ته داخليدل حرام دي. ([1]) ٭ حضرت ابراهيم بن مَيسَره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: منقول دي چه فُحش ګوئي كوونكے او قصداً فُحش خبرے كوونكے به په ورځ د قيامت د سپي په صورت كښے راوستلے كيږي يا د سپي په خيټه كښے به راوړلے كيږي.([2])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د فُحش [يعني ګنده] خبرو سره سره نورو ګناهونو نه هم بچ كيدلو او د شرم و حيا سره سره نور نيك عادتونه پيدا كولو د پاره د دعوتِ اسلامي مدني ماحول كښے شامل شئ.
د جانشينِ عَطّار د ايپ تعارُف
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه دعوتِ اسلامي ټوله دُنيا كښے د دِين پيغام عام كولو كښے مصروفِ عمل دے. په دے جديد دَور كښے د تبليغِ دِين د پاره جديد ذرائع هُم استعماليږي. په دے سلسله كښے د جانشينِ اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت مولانا عُبَيد رضا عَطّاري مَدَني دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه په نوم باندے يو ايپليكيشن جوړ كړے شوے دے، چه د هغے نوم دے ”الحاج عُبَيد رضا عَطّاري (Al Haaj Ubaid Raza Attari)
په دے كښے د جانشينِ اميرِ اَهلِسُنَّت بيانات، شارټ كلِپ، مختلف مصروفيات، مَدَني چينل ريډيو، د كلِپ وغيره ډاؤن لوډِنګ او د سَرچ سهولت موجود دے. زر تر زره ضرور په خپل موبائل كښے دا اَيپ انسټال كړئ او د دے نه اِستِفاده اوكړئ.