Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
(ذوقِ نعت،ص۱۶)
مختصر وضاحت: يعني زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُسكي كيدلو سره داسے نور پيدا كيږي چه د هغے په رنړا كښې وركه شوي ستن موندلے كيږي، يعني لكه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم [د بدن مبارك] نه وتلي نُور به د شپے تِياره د ورځے په رنړا كښې بدلوله.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ [يعني] د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
٭ ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرے پورے بيان واورئ ٭ پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ ٭ كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد