Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
ويره غالِبه شوه او د خُلے نه يوه تيزه چغه اُووتله او ساه ئے اوختله. د شپے شپے د هغه د كفن دفن انتظام اوكړے شو. سحر چه كله دا واقعه د حضرتِ عُمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په دربار كښے وړاندے كړے شوه نو هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغه پلار له د تَعزِيَّت د پاره تشريف يوړلو او هغه ته ئے اُوفرمائيل چه تاسو مونږ ته اطلاع ولے نه وه راكړے؟ (چه مونږه هُم په جنازه كښے شريك شوي وے). هغه عرض اوكړو چه: اَمير الْمُؤمِنِين! هغه د شپے وفات شوے وو ( او ستاسو د آرام د خيال كولو په وجه مو تاسو ته وئيل مناسب اُو نه ګنړل). هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اُوفرمائيل چه ما د هغه قَبْر له بوځئ. هلته چه ورغلو نو دوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا آيتِ مباركه اولوستلو:
وَ لِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِۚ(۴۶) (پ۲۷، الرحمن:۴۶)
مفهوم ترجَمۂ کنزالایمان:او څوك چه د خپل ربّ په حضور كښې د اودريدلو نه اويَريږي د هغه د پاره دوه جنتونه دي.
نو د قَبْر نه ھغه ځلمي په جواب كښے اُووئيل: ”يا اَميرَ الْمُؤمِنِين! بيشكه زما ربّ ما ته دوه جَنَّتونه عطا كړي دي.“ [1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
[1] … ابن عساکر، ذکر من اسمہ عمرو، عمرو بن جامع بن عمرو بن محمد۔۔۔ الخ، ۴۵/۴۵۰، ذمّ الہوی، الباب الثانی و الثلاثون فی فضل من ذکر ربّہ فترک ذنبہ، ص۱۹۰-۱۹۱