Book Name:Sharm-o-Haya Kisy Kehty Hen
خلق هدایت والؤ نه شي.
راځئ چه جُمات سره د محبت كولو او دے ته د تللو راتللو د فضائلو په باره كښے دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو:
(١) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: چه څوك د د ذِكر او لمَانځه د پاره جُمات خپل ځائے اوګرځوي نو الله پاك د هغه نه داسے خوشحاليږي څنګه چه خلق د خپل ورك شوي كس خپل كور ته په راتلو باندے خوشحاليږي. ([1])
(٢) خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څوك چه جُمات سره محبت كوي الله پاك هغه خپل محبوب جوړ كړي. ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د عبادت ګزار ځلمي كوم حكايت چه مونږ واوريدلو، د هغے نه دا خبره معلومه شوه چه قبرونو ته تلل بالكل جائز دي، ځكه اَميرُ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْه د هغه ځلمي قبر ته تشريف وړے وو، او دا هم معلومه شوه چه وفات شوو خلقو كښے بعضې داسے وي چه د الله پاك له طرفه وركړي شوي باندے د خپلو قبرونو نه چا سره چه اوغواړي خبرے هُم كوي. څنګه چه كله حضرت عمر رَضِیَ الله عَنْه د هغه ځلمي نه تصديق اوغوښتلو چه د الله پاك