Jannat ke Qeemat

Book Name:Jannat ke Qeemat

تَعَلُّق اوكړي او صُلْحُ كښے وړومبے كيدلو والا به جَنَّت ته مخكښے داخليږي.

حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي: زه خبر شوم چه د حضرتِ سَيِّدُنا اِمام حَسَن او حضرتِ سَيِّدُنا امام حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا تر مينځه د څه معاملے په وجه خبرے اترے بندے دي نو ما حضرتِ سَيِّدُنا امام حُسين رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته اُووئيل چه خلق تاسو دواړه خپل پيشوا (يعني لار ښودونكي) ګنړي. تاسو په خپل مينځ كښے قطعِ تَعَلُّق مه كوئ، خپل ورور له ورشئ او خبرے ورسره اوكړئ، ځكه چه تاسو د هغوئي نه كشر ئے، نو حضرتِ سَيِّدُنا امام حُسين رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ اُووئيل چه كه ما د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا فرمان نه وے اوريدلے چه ” صُلْحُ كښے وړومبے كيدلو والا به جَنَّت ته هُم مخكښے داخليږي. نو زه به ضرور د هغوئي په خدمت كښے حاضر شوے وے خو زه دا نه خوښووم چه زه د هغوئي نه مخكښے جَنَّت ته داخل شم.

      حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي چه (ما د حضرتِ سَيِّدُنا امام حُسين رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ دا مُخلصانه جذبات واوريدل نو) د حضرتِ سَيِّدُنا امام حسن رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ څنګ ته ورغلم او هغوئي ته مے ټوله واقعه بيان كړه نو حضرتِ سَيِّدُنا امام حسن رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ اُوفرمائيل: ’’صَدَقَ اَخِىْ يعني زما ورور صحيح فرمائيلي دي“ بيا هغوئي اودريدلو او د خپل ورور امام حُسين رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ څنګ ته ورغلو او هغوئي سره ئے خبرے اوكړے او دغسے دواړو ورونړو كښے صُلْحُ (يعني روغه) اوشوه.